Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    د نیویارک ښار د یانکي سټیډیم د یخولو سیسټم کې د لیجونیلا DNA کشف کوي

    سپتمبر 16, 2026

    د هاینان سیلابونو له ۵۵۰۰۰ څخه ډیر خلک بې ځایه کولو ته اړ کړل

    سپتمبر 16, 2026

    د فولډ ایبل سمارټ فون بازار ته د ایپل ننوتل د اکتوبر په میاشت کې پیل کیږي

    سپتمبر 16, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    تازه خبرونه
    • د نیویارک ښار د یانکي سټیډیم د یخولو سیسټم کې د لیجونیلا DNA کشف کوي
    • د هاینان سیلابونو له ۵۵۰۰۰ څخه ډیر خلک بې ځایه کولو ته اړ کړل
    • د فولډ ایبل سمارټ فون بازار ته د ایپل ننوتل د اکتوبر په میاشت کې پیل کیږي
    • د Momentus Technologies شرکت MomentusMAX په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفورم وړاندې کړ چې د ځایونو لپاره جوړ شوی او په عمومي ډول یې دMAX for Sales کارول د لاسرسي وړ ګرځولي دي
    • امارات د ژمي موسم په پیل سره د بکینګ قوي رجحانات ښیې
    • په پاکستان کې د خوراکي توکو او تعلیمي تشو د دوام له امله انفلاسیون لوړ شوی دی
    • نیپال د سیلابونو د بیارغونې لپاره ۴.۷۸ ملیارد ډالر اټکل کړي دي
    • د متحده عربي اماراتو او هند اقتصادي او ستراتیژیکې ښکیلتیا په مهمو سکتورونو کې وده کوي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    کرم خبرکرم خبر
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    کرم خبرکرم خبر
    کور » کېمېن صنعتونه (Kemin Industries) نوی نړیوال شعار وړاندې کوي: Compelled by Curiosity™
    PR Newswire

    کېمېن صنعتونه (Kemin Industries) نوی نړیوال شعار وړاندې کوي: Compelled by Curiosity™

    جنوري 15, 2024

    نوې شعار د ژوند د بدلون لپاره د شرکت د لرلید تر شا محرکه ځواک او د نړیوال کاري ځواک او د صنعتونو په کچه د پیرودونکو ترمنځ مشترک واحد کیفیت منعکس کوي

    دېس موینېس، آیووا، جنوري 15، 2024 /PRNewswire‏/ — کېمېن صنعتونه ‎(Kemin Industries)، د اجزاوو یا ترکیبي مواد نړیوال تولیدوونکی چې کوښښ کوي په خپلو محصولاتو او خدماتو سره د نړۍ د 80 سلنه خلکو لپاره د ژوند په کیفیت کې بدلون راولي، نن ورځ خپل نړیوال شعار وړاندې کوي: Compelled by Curiosity™‏.

    دغه شعار به د نړۍ په کچه وکارول شي ترڅو د یوه شرکت په توګه د کېمېن د ذاتي کنجکاوۍ په څرګندولو کې مرسته وکړي او دا چې سازمان نوښت، ګډې همکارۍ او د بې پایه امکاناتو سپړنې ته اړ کړي. د ساینس په پیاوړي بنسټ د رامنځ ته شوي شرکت په توګه، کېمېن له معلوماتو څخه په استفادې سره نوښت رامنځ ته کوي ترڅو داسې خلاقانه حللارې او محصولات وړاندې کړي چې وکولای شي د سبا ورځې اړتیاوې پوره کړي. د کنجکاوۍ مشترکه روحیه د نړۍ په کچه د شرکت په کاري ځواک کې یووالی راولي او د خلکو، کورنیو ژوو، او نباتاتو په ژوند او پر ځمکه باندې د مثبت بدلون لپاره د کېمېن دغه روحیه د یاد شرکت له هڅو څخه څرګندېږي.

    “Compelled by Curiosity په ډېره عالي توګه د کېمېن روحیه انځوروي: موږ یو متنوع کاري ځواک یو چې زموږ په کاري ځواک کې داسې پراخ فعالیتونه، صنعتونه او سیمې شاملېږي چې د واحدي کنجکاوۍ له لارې مخ ته وړل کېږي او موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ژوند د بدلون لپاره زموږ د لرلید په لور رهبري کوي”، د کېمېن عمومي مشر او اجرایوي رییس ډاکټر کرېس نېلسن وویل. “د کېمېن ترکیبي مواد په ګڼو ورځنیو محصلاتو کې لیدل کېږي— له هغو خوړو نیولې چې موږ یې خورو تر هغو سونګ توکو پورې چې زموږ موټر ورباندې چلېږي. موږ کولای شو له خپلې پوهې او نمونوي حللارو او محصولاتو څخه په استفادې سره د موږ ټولو لپاره په ژوند کې بهبود راولو. زه خوښ یم چې موږ دا محال د داسې شعار لرونکي یو چې دا پیغام په لنډ ډول زموږ له کارمندانو، پېرودونکو، او ټولنو سره شريکوي.”

    نوی شعار چي د کېمېن برنډ د هویت د ارتقاء او په مختلفو صنایعو کې د شرکت د توحید په موخه جوړ شوی دی، د کېمېن د تاریخ او راتلونکو آرمانونو څرګندويي کوي. په 1961 کې د دې شرکت د تاسیس راهیسې، کنجکاوي د کېمېن او د یاد شرکت د بنسټ اېښودونکو R.W.‎ او ماري نېلسن په زړه کې ځای لري. د نورو د خدمت لپاره د هغوی لېوالتیا د دې سبب ګرځېدلې ده چې د کرنې د صنعت لپاره د خوراک طعم، مزرعه ساتونکي مواد، او انټي اکسېډېنټونه رامنځ ته کړي، او هغوی د R.W.‎ د پلار د پسونو په غوجل کې د مينځلو په ماشین کې د ترکیبي اجزاوو په مخلوطولو سره د کېمېن یو له لومړنیو محصولاتو څخه تولید کړی دی.

    نږدې د شپږو لسیزو په تېرېدوو سره، کنجکاوي لا هم کېمېن هڅوي چې د صنایعو په کچه او تر 120 څخه په ډېرو هېوادونو کې پېرودونکو ته خدمات وړاندې کړي. په کلني ډول تر 1 ملیارد امریکايي ډالرو د ډېر پلور په لرلو سره، دغه څو ملیتي کورنی شرکت له خپل تخصص څخه په ماليکیولي علم او اصلي تکنالوژۍ کې استفاده کوي ترڅو له عملیاتي ګټو سره داسې محصولات وړاندې کړي چې د خلکو، کورنیو ژوو، تولیدي ژوو، نباتاتو، او د ځمکې روغتیا او خونديتوب ته بهبود ورکړي.

    “زموږ کنجکاوي هغه څه دي چې موږ اړ باسي—او موږ مخ پر وړاندې ځغلوي—ترڅو له ساینس او د نوښت له روحیې څخه په استفادې سره د نړۍ پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړو. نېلسن وویل، “موږ له لابراتوار څخه د باندې ګورو ترڅو نړۍ ووینو، له هغه څخه وړاندې چې شتون لري وګورو—هغه څه وګورو چې کېدی شي شتون ولري. “نيلسن په ساده توګه وویل، موږ Compelled by Curiosity یاستو.”

    د کېمېن د نوي نړیوال شعار په اړه د معلوماتو لپاره دلته کلېک وکړئ.

    د کېمېن صنعتونه (Kemin Industries) په هکله

    کېمېن صنعتونه (www.kemin.com) د اجزاوو یا ترکیبي مواد نړیوال تولیدوونکی دی چې کوښښ کوي په خپلو محصولاتو او خدماتو سره د نړۍ د 80 سلنه خلکو لپاره د ژوند په کیفیت کې بدلون راولي. یاد شرکت د بشر او حیواناتو د روغتیا، د کورنیو ژوو د خوراک، لامبو وهونکو، د خوړو د تکنالوژۍ، کرنیزې تکنالوژۍ، ټوکرو، سونګ توکو، او د حیواني واکسينو د صنعتونو لپاره تر 500 ډېرې ځانګړې مادې یا ترکیبي مواد چمتو کوي.

    له نيمې پېړۍ راهيسې، کېمېن ژمنه کړې چې د صنعتي ننګونو د له منځه وړلو په موخه به له عملي ساینس څخه استفاده کوي او تر 120 څخه په ډېرو هېوادونو کې د پېرودونکو لپاره محصولات او حللارې وړاندې کوي. کېمېن د کیفیت، مصئونیت، او د خوړو مؤثریت، تغدیې، او د روغتیا اړوند مصحولاتو په اړه خپل تعهد ته په پام سره، د مخ پر ودې نفوس د تغذیې لپاره ترکيبي مواد چمتو کوي.

    کېمېن یو شخصي، او کورنی (فامیلي) شرکت دی چې په 1961 کال کې تاسیس شوی دی او په 90 هېوادونو کې له 3000 څخه ډېر نړیوال کارمندان او فعالیت لري، چې په دې کې په بلجیم، برازیل، چین، مصر، هند، ایټالیا، سان مارینو، سنګاپور، جنوبي افریقا، او متحده ایالاتو کې تولیدي تاسیاست شاملېږي.

    رسینزې اړيکې:

    لاورېن اېم. جي. برټ ‎(Lauren M.G. Burt)، د نړیوالو اړیکو مشر، ‎+1 (515) 249-4219‏، lauren.burt@kemin.com

    © Kemin Industries, Inc.‎ او د هغوی د کمپنیو ګروپ 2024. ټول حقونه خوندي دي. ® ™ د Kemin Industries, Inc.‎ سوداګریزې نښې، د امریکا متحده ایالات

    ځانګړي بیانونه، د محصول لېبلېنګ او ادعاګانې ښايي جغرافیې یا حکومتي غوښتنو ته په پام سره متفاوتې وي.

    لوګو – https://mma.prnewswire.com/media/901853/Updated_Kemin_Logo.jpg

    مربوطه لیکنې

    د Momentus Technologies شرکت MomentusMAX په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفورم وړاندې کړ چې د ځایونو لپاره جوړ شوی او په عمومي ډول یې دMAX for Sales کارول د لاسرسي وړ ګرځولي دي

    سپتمبر 16, 2026

    مکډونالډ د پیرودونکو وفادارۍ بیرته ترلاسه کولو لپاره $ 5 خواړه وړاندیز کوي

    جون 27, 2024

    مایکروسافټ د ابوظبي په G42 کې د AI پراختیا او نړیوال پراختیا ګړندي کولو لپاره 1.5 ملیارد ډالر پانګونه کوي

    اپریل 17, 2024
    تازه ترین خبرونه
    روغتیا

    د نیویارک ښار د یانکي سټیډیم د یخولو سیسټم کې د لیجونیلا DNA کشف کوي

    سپتمبر 16, 20260

    نیویارک / RankWire.AI / – د جنوبي برونکس د ناروغۍ په اړه یوې څېړنې څرګنده…

    د هاینان سیلابونو له ۵۵۰۰۰ څخه ډیر خلک بې ځایه کولو ته اړ کړل

    سپتمبر 16, 2026

    د فولډ ایبل سمارټ فون بازار ته د ایپل ننوتل د اکتوبر په میاشت کې پیل کیږي

    سپتمبر 16, 2026

    د Momentus Technologies شرکت MomentusMAX په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفورم وړاندې کړ چې د ځایونو لپاره جوړ شوی او په عمومي ډول یې دMAX for Sales کارول د لاسرسي وړ ګرځولي دي

    سپتمبر 16, 2026

    امارات د ژمي موسم په پیل سره د بکینګ قوي رجحانات ښیې

    سپتمبر 15, 2026

    په پاکستان کې د خوراکي توکو او تعلیمي تشو د دوام له امله انفلاسیون لوړ شوی دی

    سپتمبر 15, 2026

    نیپال د سیلابونو د بیارغونې لپاره ۴.۷۸ ملیارد ډالر اټکل کړي دي

    سپتمبر 14, 2026
    © 2024 کرم خبر | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.